خوارجو سره د وهابیانو اړیکه
پوښتنه
وهابیان څوک دي؟ او آیا هغوی خوارج دي؟
ځواب
وهابي یوه اسلامې ډله ده چې په عربي ټاپو ورزمې کې د نجد په سیمه کې د د دې ډلي بنسټګر الشيخ محمد بن عبد الوهاب (1703م- 1792م) په لاس ظهور وکړ، چې نسبت یې هم ورته کیږي، وهابې ډلې داسې چارو ته بله وکړه، چې په کې د اهل سنت والجماعت او د هغوی د امامانو مخالفت وه. چې ځینې ډیر مشهور یې په لاندې ډول دي: د صالحینو په قبرونو د مسجدونو د جوړلو ناجایزه بلل، او په دي مسجدونو کې لمونځ نا روا ګڼل، د قبرونو په سر د ګنبدو د جوړلو حراموالی،د انبیاء او وفات شویو صالحینو په وسیله د استغاثي حراموالی،او په هغوی د تبرک حراموالی،او د انبیاءو او صالحینو په وسیله اللهﷻ ته د توسل جايز ګڼل، او داچې په دوی توسل کوونکی په شرک اکبر چې واقع دی، او دا ورستنۍ یې تر ټولو ډیره شدیده خبره ده چې دوی کړې؛ ځکه دوی په دې سره په ډیرو مسلمانانو د کفر حکم کوی، بلکه دوی په جمهورو علماوو او صالحینو هم دا حکم وکړ، ځکه چې دې علماوو او صالحینو د تیرو چارو اجازه ورکړي وه، او د وهابیایو یو ډلې بیا دومره سخت دريځي وکړه چې حتی خلک یې ووژل(السلفية الجهادية)، او کیدی شي هم دا له خوارجو سره د دوی د تشبیه کولو سبب وي، ځکه چې هغوی هم عام امت په کفر محکوم کوه، په داسې چارو کې چې شخص پری نه کافر کیږي، خوراجو به ویل : د کبیره ګناه مرتکب کافر او تل به د دروخ په اور کې وي.