هغه څه چې داعش له ښځو سره کوي
پوښتنه
آیا هغه څه چې د داعش ډله له ښځو سره کوي، د اسلام د دین له تعلیماتو څخه دې؟
ځواب
داعش ډله له ښځو سره ډير وحشیانه چلند کوي،او بیا دې غیر انسانې کړونو ته د مشروعیت ورکولو دپاره د اسلامي شریعت رنګ ورکوي،څو کاله وړاندی په دې اړوند د داعش ډلې یوه لائحه صادر کړه، چې په کې راغلي: د جینکو د واده لپاره قانوني سن نه کاله دی! او د زده کړو لپاره د نجونو نهایې سن پنځه لس کاله دی، او همدارنګه دې ډلې له یوولسو کلنو څخه تر شپږ څلویښتو کلنو د ټولو ښځو او نجونو د ختنه کولو امر وکړ، چې په دې کار سره یې د علم او طب ټول نظریات تر پښو لاندي کړل.او همدارنګه یې د ښځو د ښکلا ټول طبي اپریشنونه په مطلق ډول منع کړل،او د دوی په وینا د آرایش صالونونه ټول د شیطان عمل دی،او دې ډلې ټنګار وکړ چې د ښځو رول پس له واده دادې چې له سترګو پنا پاتې شي او لازمه نده چې د شهادت نامو لپاره هخوا دیخوا ولاړه شي او داسي نور، او د دې ډلې د مالي ملاتړ په موخه د غلامانو د خرڅلاو بازار جوړ شو، چې د اسیرانو تر نامه لاندی په کې د ښځو خرید او فروش کیده!