د اسلامي معتدل شخصیت په جوړښت کې د ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د اسلامي معتدل شخصیت په جوړښت کې د تصوف رول

پوښتنه

د اسلامي معتدل شخصیت په جوړښت کې د تصوف رول څه دی؟

ځواب

تصوف د احسان هغه مقام دی چې نبی کریم ﷺ یې په خپل دي قول کې شرحه کړې:« دا چې د الله ﷻ  داسي عبادت وکړئ لکه چې ته یې وینئ،او که ته یې نه وینئ نو هغه خو دي ویني »[متفق عليه]، او  د دې علم لپاره د علما‌وو  تعریفونه سره اختلاف لري آن تر دي چې له دوه سوو څخه هم زیات شوي،او خو دې تعریفونو ته په کتو سره معلومیږي چې په دوه معناګانو راڅرخي؛ لومړۍ: د نفس سره د شریعت مطابق جهاد کول، چې پایله يې د روحی صفا یو عالي حالت رامنځته کیدل، دویم: د حقیقت مشاهده ده، او  حقیقت د صوفیانو کرامو په نزد : لا إله إلا الله دی، او د صوفیانو کرامو له ښکلو ویناوو څخه یوه داده : چې مشاهدت د مجاهدت په اندازه،او همدارنګه دا وینا چې : تصوف اخلاق دي، څوک چي په اخلاقو کې تا څخه زیات وه نو په تصوف کې تا څخه زیات دی،او د تصوف له شروطونو څخه داده چې مربي شیخ باید موجود وي څوک چې د مرید تربیه په غاړه لري او هغه ته د الله لپاره  ته د الله ﷻ لور ته لارښوونه کوي،او د تصوف ځانګړتیا داده چې د نبی کریم ﷺ څخه په سند اخیستل شوی،او دا هغه  لار ده که چیري مسلمان پرې ولاړ شي نو افراطیت څخه به خوندي وي، کوم چې اساس یې بد اخلاقي، کبر، په خلکو بدګماني،د نورو امورو کې مداخله او د دنیا سره تړون دی.

Share this:

Related Fatwas