د قرآن او سنتو په فهم او د صحیح منه...

Egypt's Dar Al-Ifta

د قرآن او سنتو په فهم او د صحیح منهج په جوړښت کې د عقل رول

پوښتنه

د قرآن او سنتو په فهم او د صحیح منهج په جوړښت کې د عقل رول څه دی؟

ځواب

ځواب:

عقل د ادراک او انتخاب وسيله ده چې د غریزې ضد دی، او انسان له نورو ټولو ژوندیو موجوداتو څخه جلا کوي،او عقل هغه ماغزه نه دي چې په سر کې وي خو له هغې سره اړیکه لري،  الله جل جلاله فرمایی: ﴿أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا﴾ [الحج: 46].

ژباړه: " آيا دوى په ځمکه  کي ګرځېدلي راګرځېدلي نه دي، چي زړونه یې پوهېدونكي شوي واى؟".

او د عقل په وسیله مسلمان علماوو  يو شمېر هغه لوى امور ثابت کړي، چې د دين بنا پرې کیږي، لکه د نړۍ لپاره د خالق د موجوديت اړتيا، او داچي دا خالق لازمه ده شريک ونه لري، او دا چې لازمه ده چې  هغه د کمال په ټولو صفاتو  چې د هغه د شان لایق وي متصف شي،  او په نیمګړتیا متصف کېدل يې مستحیل وی، او د پیغمبرانو د صداقت، امانتدارۍ او هوښیارۍ صفتونو لرلو لازم والي هم په عقل ثابت دی. او عقل د ښه او بد په درک کولو کې لوی رول لوبوي، عقل د صداقت او سخاوت ښه والی او د دروغو او بخل د بدوالي درک کوي، له همدې امله ده چې د مختلفو پېړیو او تمدنونو پوهانو په نزد صداقت د ستاینې وړ، او دروغ د غندلو وړ بلل شوي.خو په فقهي احکامو كې بيا عقل د حکم مصدر او جوړونکې نه دی، بلکه عقل د نص څخه د احکامو فهم او استنباط د د ژبې او د اصولو  د قواعدو او د هغه قواعدو په رڼا کې کوي چې علماوو ښودلي دي.

Share this:

Related Fatwas