د دیني خطاب د نوښت لپاره سمه تګلاره
پوښتنه
د دنیي خطاب د نوښت څخه مقصد څه دی؟ او کومه تګلاره د دینی خطاب د نوښت لپاره سمه ده؟
ځواب
د دینې خطاب د نوښت څخه موخه د دین اصلي سرچینو قرآن کریم او نبوي سنتو ته په مستقیمه توګه ورګرځیدل دي،او د دین خطاب له هغو دودونو او عادتونو څخه پاکول دي چي په دي ورستیو پېړیو کې دین پورې تړل شوي او له دین سره هیڅ اړیکه نه لري. د بیګې په توګه ښځو ته په سپرک غیر اسلامي نظر کتل، چې مسلمانه ښځه یې له داسی خنډونو او محدودیتو سره مخ کړې چې په قرآن او سنتو کې نشو پیدا کولی. بلکه ورسره په ټکر کې دي لکه د ښځو بیرون وتل ،کار ،سیاسی او ټولنیز فعالیت منع کول، او همدارنګه له نور سره د مسلمان په اړیکه کې هم له ډیرو غلطو فهمونو سره مخ دي، ځکه په اسلام کې د بهرنیو اړیکو اساس مشترک ژوند او همکاري ده، نه جګړه نفرت او بد بیني، او خو د دینې خطاب د نوښت لپاره صحیح تګلاره قرآن ته ورګرځیدل او د هغه څخه د لارښود کتاب په حیث ګټه اخیستل دي، الله سبحانه وتعالی فرمایي:﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمْ بُرْهَانٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُبِينًا﴾ [النساء: 174]، ژباړه: «اى خلكو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له لوري روښانه دلیل راغلى دى، او مونږ تاسو ته داسې ښکاره روښنایي درلیږلې ده، چې تاسو ته په ښکاره څرګنده لارښوونکی ده » او په هغه الهی قواعدو او حکمتو پوهیدل چې اللهﷻ مونږ ته راښودلي دي، لکه: په امورو کې نیت ته اعتبار ورکول کیږي ، ضرر باید زایل شي، د ضرورت اجازه باید به ضرورت په اندازه وي، د عرف مراعت کول، د شریعت د مقاصدو پلي کولو ته کار کول لکه : ځان ، عقل، دین ، عزت او انسانی کرامت ساتل.