اسلام او نور ادیانو
پوښتنه
آیا د مسلمانانو او نورو ادیانو ترمنځ له سر دښمني ده.
ځواب
ځواب:
د اسلام او نور ادیانو ترمنځ دښمني نشته، بلکه په برعکس امر شوي، ځکه اسلام د سولې دین دی، او د اسلام نبي ﷺ د رحمت نبي دی، الله ﷻ فرمايلي: ﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ﴾ [الأنبياء: 107]، ژباړه: «موږ د ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت لیږلی یئ» او نبي کریم ﷺ ویلي: «الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ النَّاسُ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالْمُؤْمِنُ مَنْ أَمِنَهُ النَّاسُ عَلَى دِمَائِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ» [رواه النسائي]، ژباړه: « مسلمان هغه څوک دی چې خلک یې له ژبې او لاسونو څخه سالم پاتې وي، او مومن هغه څوک دی چې د خلکو سر او مال تري په امان وي» او د مسلمانان او د نور ادیانو پیروان ترمنځ ډیر مشترکات شته چې په کې په ګډه همکاري کوي، چې هغه د ځمکې اعمار دی، الله ﷻ فرمایي: ﴿هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا﴾ [هود: 61]، ژباړه: « هماغه ذات دى چي تاسو یې له ځمکي څخه پيدا کړي ياست او دلته یې تاسو مېشته کړي ياست» او د ځمکې اعمار څخه مو مراد د ګډو اتفاقی ارزښتونو لاسته راوړلو ته پاملرنه او کار کول دي، لکه د علمي، روغتیایي، بدني او نفسي لحاظه د او همدارنګه د اقتصادي، ټولنیز او اخلاقي لحاظه د انسان ساتنه او خدمت، د چاپیریان او د هغه د ودي د سرچینو ساتنه، ژوو، نباتاتو او جماداتو ته باید پاملرنه او ساتنه یې وکوو، او همدارنګه په ځکې د هر ډول او انواع فساد ردول، ظلم نه منل، د عدل تامین، کمزورو ته پاملرنه، د طبیعی ناورینونو په وخت کې ګډه همکاري کول او همداسی نور لوړ ارزښتونه چې هر عاقل ورسره موافق دی.