د عالمانو او حاکمانو ترمنځ د اړیکو اصل
پوښتنه
د علماوو او حاکمانو تر منځ د اړیکو اصل څه دی؟
ځواب
ځواب:
د علماوو او حکامو ترمنځ اړیکه کې اصل په دې اعتبار چې علماء رعیت دي لومړۍ د علماوو له لور د حکامو اطاعت کول دي، الله تعالی فرمايی: ﴿أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ﴾ [النساء: 59]، ژباړه: "د الله، رسول او هغو كسانو اطاعت وکړئ چي ستاسي څخه د امر خاوندان وي"، او بیا د نصیحت ادا کول دي لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «الدِّينُ النَّصِيحَةُ» قُلْنَا: لِمَنْ؟ قَالَ: «لِلَّهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ» [رواه مسلم]، ژباړه: "دین نصیحت ده" مونږ وویل: چا ته؟ حضرت ﷺ وفرمایل: "د خدایﷻلپاره، د هغه کتاب ته، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانانو مشرانو او د دوی عامو خلکو ته"، او علماء باید حاکمانو ته د مشورې ورکولو په وخت کې د نصیحت اصول او آداب مراعات کړي، كوم چې له رسول الله ﷺ څخه روایت شوی دی، لكه څنګه چې وایي: «مَنْ أَرَادَ أَنْ يَنْصَحَ لِذِي سُلْطَانٍ فَلَا يُبْدِهِ عَلَانِيَةً، وَلَكِنْ يَأْخُذُ بِيَدِهِ فَيَخْلُوا بِهِ، فَإِنْ قَبِلَ مِنْهُ فَذَاكَ، وَإِلَّا كَانَ قَدْ أَدَّى الَّذِي عَلَيْهِ» [رواه ابن أبي عاصم]، ژباړه: " څوک چې غواړي هغه چا ته نصیحت ورکړي چې د واک خاوند وي نو باید په عامه توګه یې څرګند نه کړي، بلکې هغه له لاسه ونیسي، او یوازې په تنهایی کي ورته نصیحت وکړي، که قبول یې کړ نو مراد یې حاصل شو ، او که قبول یې نه کړ نو ده خپل مسئولیت ترسره کړي" خو د واکمنانو له لوري که بیا چيري ښه نظر، ګټوره مشوره او مخلص نصحیت ولیدل شي، نو په دوی حق دی چې عمل پری وکړي لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: ﴿وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ﴾ [آل عمران: 159]، ژباړه: " او د دين په چارو کي هغو ته هم په مشوره کي برخه ورکړه"، له رسول اللهﷺ څخه روایت دی چې هغه وفرمایل: «الكَلِمَةُ الحِكْمَةُ ضَالَّةُ المُؤْمِنِ، فَحَيْثُ وَجَدَهَا فَهُوَ أَحَقُّ بِهَا» [رواه الترمذي]، ژباړه: " د حکمت(نيكه خبره) د مومن له لاسه ورک شوی شې دی،په هر ځای کې چې هغه ومومي، چیرې چې ومومې هغه یې ډیر حق لري".