جنګیالیو ته پناه ورکول
پوښتنه
د الله په لار کې جهاد سره د مرستې په بهانه ترهګرو ته پناه ورکول او هغوی له سترګو پټول څه حکم لري؟
ځواب
ترهګرو ته پناه ورکول د سترو کبیره ګناهنو څخه ده او ترسره کوونکی یې د اللهﷻ د لعنت مستحق ګرځي،او دا دعوا چې دا کار جهاد سره مرسته ده؛ شریعت پورې محض دروغ ویل دي،ځکه دا د ورانکارۍ او وژنو اعمال چې دغه مجرمان سرتره کوی دا ترټول سخت ډول بغاوت او فساد دی، چې شریعت یې د دفع او مخنیوی لپاره راغلی او که چېری د دې اعمالو ترسره کوونکي د خلکو له زورولو څخه لاس په سر نه شي هغوی سره جکړه هم کوي،او دې اعمالو ته جهاد ویل درغلي او فریب څخه پرته بل څه نه دي؛ ترڅو دا فساد پري وپوښوي او ضعیف عقله خلک پري وغلوي، ټولنه د خپلو ټولو غړو، فرقو او بنسټونو په مټ باید د دې باغیانو جوارجو په وړاندې ودریږي او د دوی د تیريو مخنيوی وکړي؛ شريعت خلکو ته امر کړی چې د ظالم لاس دې ونيسي تر څو چې هغه له خپل ظلم او تېري څخه راوګرځې، او رسولﷺ د ظلم په وړاندې چوپتیا او د سترګو پټولو په اړه خبرداری ورکړ، او دا يې د الهي عذاب د لازمیدو لامل بللی؛ او دا ځکه چې بی طرفي یا چوپتیا د جرم لپاره چاپیریال رامینځته کوي او پرته له مقابلي څخه د هغې په خپریدو او پراخیدو کې مرسته کوي؛ رسول اللهﷺ فرمايي:"کله چې خلک ظالم وویني او د هغه لاس ونه نیسي(له ظلم څخه یې منع نه کړي) زر ده چې اللهﷻ به هغوی ټول په خپل عذاب ګرفتار کړي" (الإمام أحمد وأبو داود والترمذي وصححه وابن ماجه وابن حبان من حديث أبي بكر الصديق رضي الله عنه).
والله سبحانه وتعالى أعلم.