لمونځ پریښودل
پوښتنه
د لمونځ د پريښوونکي حکم څه دی؟
ځواب
لمونځ د دین ستنه، او د اسلام یو رکن دی، او اللهﷻ مونږ ته په لمونځ کولو امر کړی دی؛ ځکه چې الله تعالی فرمایلي: ﴿وأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ﴾ [البقرة: 43]، ژباړه: «او لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ» لمونځ ته په اسلام کې ځانګړې پاملرنه شوې. ځکه چې د هغه لپاره اركان، وختونه، پیل او پای مشخص شوي او له شرعي عذر پرته یې له خپل وخت څخه ځنډول روا نه دي، او د سستۍ له وجه د لمانځه پرېښودل شرعي عذر نه ګڼل کېږي، كه څوک یې د غفلت او سستۍ له امله پریږدي، موږ باید هغه په دوامداره توګه په حکمت او غوره نصیحت لمونځ کولو ته تشویق کړو. لکه څنګه چې اللهﷻ فرمایلي: ﴿ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ﴾ [النحل: 125]، ژباړه: « د خپل رب د لارې لور ته په حكمت او غوره نصیحت سره بلنه وركړه» او دا ټول په صبر سره که هر څومره وخت هم ونیسي؛ لکه څنګه چي الله تعالی فرمایی: ﴿وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا﴾ [طه: 132]،ژباړه:«خپلې کورنۍ ته د لمانځه توصیه وکړه او په خپله هم د هغه پابند اوسه» او د هغه لپاره د هدایت دعا وکړو او دا چې خدای د هغه سینه د خپل اطاعت لپاره پراخه کړي؛ نبی کریمﷺ فرمايي: د مسلمان شخص دعا د خپل ورور لپاره د هغه په غیاب کې قبلیږي؛ په سر یې فرښته ټاکل شوي کله چې خپل ورور ته دعا کوي هغه فرښته وایې: آمین؛ د هغه په شان دي ستا په برخه هم شي».
او رسول اللهﷺ فرمايلي: « ترټول چټکه قبلیدونکي دعا د غایب دعا د غایب لپاره ده» نو د لمنونځ ترک کوونکی د ګناه په حال کې داسی چا ته اړتیا لري چې په دې کنده کې یې د لاسه ونیسي، نه داسی چا ته د توبي امید یې قطعه کړي او د شیطان په شان په ګناه کې په پاته کیدو کي ورسره مرسته وکړي.
والله سبحانه وتعالى أعلم.