په تولیداتو کې د څارویو ویښته کارول
پوښتنه
د حیواناتو له ویښتانو څخه د جوړ برش استعمال څه حکم لري؟
ځواب
له حیواناتو څخه د اخیستل شويو طبیعي ویښتانو کارول جواز لري. او ورته حکم په وړیو، د څارویو ویښتانو او پوشتکو باندې تطبیق کیږي. چې په هغي کې هر ډول کارونه او له دوی څخه مختلف وسایل اخیستل شامل دي؛ او داځکه چې اللهﷻ فرمایلي: ﴿وَاللهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ جُلُودِ الْأَنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ﴾ [النحل: 80]. ژباړه:« او الله تاسو لپاره ستاسو له كورونو نه د استوګنې ځایونه جوړ كړي دي او تاسو لپاره يې د څارویو له څرمنو نه كورونه جوړ كړي دي چې تاسو يې د خپل سفر په ورځ او ديره کېدو په دواړو حالتونو کې سپك مومئ. هغه د څارويو له وړيو، اُون او وژغنو څخه ستاسو د اغوستلو او غوړولو د استفادې لپاره ډېر شيان پيدا کړل چي د ژوند تر ټاكلي مودې پوري ستاسو په كار راځي »
والله سبحانه وتعالى أعلم.