د حاجت لمونځ
پوښتنه
د حاجت لمونځ کوم دی، او حکم يې څه دی او څنګه ادا کيږي؟
ځواب
د حاجت لمونځ مستحب دی او دوه رکعته دی چی په هغه کی د سورت فاتحه او هر هغه سورت چي آسانه وي، لوستل کیږي، او بیا د خدائ جل جلاله ثنا ویل کیږي، او بیا په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درود شریف ویل کیږي، او بيا به هغه دعاء ویل کیږې چې په سنتو کې ثابت وي.
د حاجت لمونځ هغه لمونځ دی چې د یو حاجب د پوره کیدو لپاره ترسره کیږي، او د اکثرو فقهاوو په نزد دا لمونځ مستحب دی، او هغه دوه رکعته لمونځ دی، چې په دي لمونځ کې به سورت فاتحه لولي او له هغه وروسته به هر ایاتو چې اسانه وي ورته، او بیا له دې وروسته په الله سبحانه وتعالی باندي حمد وایي او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وایي، بیا د الله تعالی په دربار کې هغه دعا کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي چي ویلي دي: " څوک چې خدائ جل جلاله ته کوم حاجت ولري او یا کوم بني آدم ته، نو په غوره توګه دې اودس وکړي ، او بيا دې دوه رکعته لمونځ وکړي،او بيا دې د الله جل جلاله حمد او ثنا ووايي او پر رسول الله صلى الله عليه وسلم دې درود ووايي، بيا دې دا دعا ووايي: "لا إله إلا الله الحليم الكريم، سبحان الله رب العرش العظيم، الحمد لله رب العالمين، أسألك موجبات رحمتك وعزائم مغفرتك والغنيمة من كل برِّ والسلامة من كل إثم، لا تدعْ لي ذنبًا إلا غفرته ولا همًّا إلا فرَّجته ولا حاجةً هي لك رضًا إلا قضيتها يا أرحم الراحمين» (رواه الترمذي وابن ماجه)، نو دې حدیث د حاحب د لمونځ د رکعتونو شمیر ذکر کړی، د هغې طریقه او هغه دعا چې په دې کې ویل کیږي بيان شوې.