د قسمونه ډیر والی
پوښتنه
د پېر او پلور په وخت کې د قسمونو ډيروالی څه حکم لري؟
ځواب
د پیرودلو او خرڅلو پر مهال د قسمونو ډیرول مکروه دي، او دا د برکت د لمنځ تللو سبب ګرځي، ځکه چې دا له زړونو څخه د خدائ تعالی د نوم د تعظیم د کمیدو لامل ګرځي؛ الله جل جلاله د قسمونو د ساتلو امر کړی دی او د زیاتو قسم خوړلو څخه یې منع کړی ده؛ الله جل جلاله فرمايي: ﴿وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ﴾ [المائدة:89]، ژباړه: " د خپلو قسمونو ساتنه وکړئ"، او الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لِأَيْمَانِكُمْ﴾ [البقرة: 224]، ژباړه: " د الله نوم د ډال په توکه په خپل قسمونو خوړلو کې مه يادوئ"، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپیڅلو سنتو کې په عمومي توګه له د قسمونو ډیروالي څخه منع شوې ده ، په ځانګړې توګه د تجارت په وخت کې، ځکه چې دا کار د برکت د کمیدو او پورته کیدو سبب کیږي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي: «الحلف مُنَفِّقَةٌ للسلعة، مُمْحِقَةٌ للبركة» (رواه البخاري)، ژباړه: " قسم د توکو خرڅ زیاتوی،خو برکت ختموي"، او فقهاوو د پېر او پلور په وخت کې قسم کول مکروه ګڼلي دي؛ او په مطلقه توګه که په حقه قسم وي او دروغ مناسبه نه ده چې قسمونه ډیر شي.
والله سبحانه وتعالى أعلم.