د لمونځونو ترمینځ جمع کول
پوښتنه
د شدیدو بارانونو له کبله د لمونځونو جمع کول څه حکم لري؟
ځواب
د لمونځونو – د ماسپښین د مازدیګر سره، او د مازدیګر دماښام سره–یوځای کول په لومړي وخت کې د باران له امله د لمونځ قصر څخه پرته، د سختۍ او احراج د دفع کولو لپاره شرعا روا دي؛ ځکه چې اصل د لمونځ په خپل وخت پرته له ځنډ او یا تلوار اداء کول دي، او د لمونځونو جمع کول یوه استثنا ده، او دا يوازې د عذر حالت کې وي، او باران يو له هغو عذرونو څخه دى چې له امله یې د دوو لمونځونو يو ځاى كول روا دي،خو د فقهاوو لخوا د ټاکل شوي شرطونو په پام نیولو سره، لکه په لومړیو دوو لمونځونو کې د باران شتون او دوهم وخت پورې یې دوام، او دا چې باران باید داسې وي چې جامې لمدې کړي، په دې معنی چې په شتون سره جومات ته تلل ستونزمن وي، او دا چې د هغو جمع کول د لومړني لمونځ په وخت کې وي؛ جمع تقدیم وي، نه د ځنډ، او د لومړي لمانځه په جریان کې د جمع نیت وکړي او د دوهمې لمانځه په پیل کې، او دا چې په جماعت لمونځ وي او باید په جومات کې وشي، او پرلپسي وي؛ تر څو د دوی تر منځ واټن اوږد نه شي.