خلکو ته سپکاوی
پوښتنه
څوک چې خلکو ته سپکاوی کوي او د هغوی د عزتونو په نښه کولو کې ښکیل وي د هغه حکم څه دی ؟
ځواب
له سعید بن زید رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم، وفرمایل: «إِنَّ مِنْ أَرْبَى الرِّبَا الِاسْتِطَالَةَ فِي عِرْضِ الْمُسْلِمِ بِغَيْرِ حَقٍّ» رواه أحمد وأبو داود.
ژباړه: " لوئ ترین ربا(سود خوړل) دا ده چي په ناحقه توګه د یو مسلمان سپکاوی (بی عزتی) وشي"،
په دې حدیث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري په ټینګار سره خبرداري دی هغه چا ته چې د یو مسلمان د عزت پیمالولو کوښښ کوي او یا هغه ته سپکاوی او کم نظري کوي، او دا کار یې سود سره پرتله کړی،بلکې هغه یې د لوئ ترين "سود" په توګه بیان کړی، او دا په دې معنا ده چې دا یو له خورا شدیدو جرمونو څخه دی او یو له خورا ډیر ګناه لرونکی عمل دی؛ ځکه چې سپکاری د خلکو له حقونو سره تړاو لري، نو له همدې امله مجرم یې د سختې سزا مستحق ګرځېدلې دی.