د خدائ تعالی په حق کې د استواء معنی...

Egypt's Dar Al-Ifta

د خدائ تعالی په حق کې د استواء معنی

پوښتنه

 د الله تعالی په خپل عرش باندې استوا د اللهﷻ په دې قول کې:﴿الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى﴾ [طه: 5]، ژباړه: (الرحمان پر عرش استواء کړې ده) څه معنی لري؟.

ځواب

 د مسلمانانو د عقیدې له ثوابتو څخه یو دا ده چې خدائ تعالی مکان نه احتوا کوي او په وخت کې محدود نه دي؛ ځکه چې مکان او وخت مخلوقات دي، او الله تعالی د خپلو مخلوقاتو له احاطه څخه ډير لوړ دی، بلکې الله جل جلاله  د هر څه خالق دی، او هغه په هر شي محیط دی، او دا عقیده د مسلمانانو په منځ کې متفقه ده، او هیڅوک یې انکار نه کوي، او علماوو دا خبره په دې ډول بیان کړې ده: خدائ جل جلاله وه او مکان نه وه، او الله جل جلاله هماغه شان دی چې مخکي د مکان له وجود څخه وه، څنګه چې وه تغییر یې نه دی کړی، او هغه څه چې د قرآن او سنتو په نصوصو کې راغلي دي هغه په ​​مخلوقاتو باندې د خدائ جل جلاله د عُلُوُّ او لوړوالي څرګندونه کوي: او له علو(لوړوالي) څخه مراد د مقام، عزت، تسلط او جبر  علو(لوړوالی) دی؛ ځکه چې الله تعالی د مخلوقاتو له مشابهت څخه منزه او پاک دی، او خالق سبحانه وتعالی په صفاتو کې هغه نیمګړتیاوي  نشته چې د بندګانو  به صفاتو کې موجودې دي، بلکي الله سبحانه وتعالی د صفاتو  کمال لري او په نومونو یې حسنا(نیکترین) لري، او هر هغه څه چې ستاسو په ذهن کې راځي، الله تعالی د هغې خلاف دی، د ادراک په درک نه توانیدل په خپله ادراک دی، او د څښتن تعال جل جلاله د ذات د حقیقت پلټنه کول شرک دی.

یحیی بن معاذ الرازي ته وویل شول:

 د خدائ تعالی په اړه مونږ ته ووایه. هغه وویل: یو معبود دی.ورته وویل شول: هغه څنګه دی؟ ويې ويل: قادر پاچا دی.ورته وویل شول: چیرته دی؟  هغه وویل: په مراقبت (څار) کې دی. سوال کوونکي وویل: د دې پوښتنه مې ونه کړه؟ ويې ويل: له دې پرته نور د مخلوق صفتونه دي، او د هغه صفتونه هغه دي چې په اړه مې خبر درکړ.

Share this:

Related Fatwas