د افراطیت فکري مقابله

Egypt's Dar Al-Ifta

د افراطیت فکري مقابله

پوښتنه

د افراطیت او ترهګرۍ له جریانونو سره فکري مقابله څومره اغیزمنه ده؟

ځواب

جدي فکري مقابله به د افراطیت او ترهګری پدیده له ریښو څخه له منځه یوسي، او د عربي سیمې په ټولو هیوادونو کې به د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات هڅې لا پیاوړي کړي، او دا به د هغه ډیرو وینو او ځاني زیانونو مخنیوی وکړي چې مونږ یې په امنیتي جګړو او یا ترهګریزو عملیاتو کې له لاسه ورکوو.

سربیره پر دې دا به د هغه پرمختګ او اقتصادي اصلاحاتو حرکت لا ګړندی کړي چې ملتونو او افرادو ته سوکالي راولي.

او د مصر دارالافتاء یو له هغو مهمو بنسټونو څخه وه چې د افراطیت او تروریزم په فکري مقابلې کې یې مرسته  وکړه ،او  په سیمه کې یې د تاوتریخوالي خطر او دهغی د زیاتوالي مواظبت وکړ او هغې د مخنیوي او یا علاج لپاره یې د وسیلې په توګه له عصري ټیکنالوژې څخه کار واخیستنه.

او د مصر دارالافتاء په دې فکري مقابله کې له علمي او منهجې اسلوبو څخه د یوې اغیزمنې وسیلې په توګه ګټه پورته کړه.

او له دې اسلوبو څخه یو یې هم  دقیقه علمي څارنه او احصایه ده چې په ټوله نړۍ کې د تکفیري او افراطي فتواګانې او د هغوی اغیزې په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو او ویب سایټونو کې چې څه تیریږي تعقیبول او څاري، او په بیلابیلو لارو د دې ډلو شبهاتو ته د ځواب ویلو لپاره د ډیر بریښنایی پلیټ فارمونو په لاره اچوي.

Share this:

Related Fatwas