لفظي افراطیت
پوښتنه
لفظی افراطیت څه دی؟ د دې او د افراطیت د نورو ډولونو ترمنځ اړیکه څه ده؟
ځواب
لفظي افراطیت د افراطیت پړاونو څخه دویم پړاو دی، او په دې مرحله متطرف د افراطي مفکورې له منلو څخه هغې ته د ملګرو پیداکولو او په لفظي توګه هغې د بلنې مرحلې ته انتقال کوی، نو په دې پړاو کې شخص په لفظي چلند افراطیت ترسره کوي نه په عملي.
او په دې کې شک نشته چې لفظي افراطیت د عملې افراطیت او د تروریستي عملونو د نورو بڼو پیلامه ده.
د لومړۍ بڼې (فکري افراطیت) او وروستۍ بڼې (تاوتریخوالي افراطیت) ترمنځ اړیکه د لفظي افراطیت او د تاوتریخوالی د افراطیت ترمنځ د اړیکو څخه خورا توپیر لري، او د دوی تر منځ د توپیر ټکی د دواړو د نهایی موخو ترمنځ توپیر دی؛او هغه د دوه شکلونو او پړاوونو ترمنځ د انتقال امکانات دي؛ ځکه د فکري افراطیت څخه د عملی تاوتریخوالي افراطیت ته د انتقال احتمال خورا کم دی په نسبت د هغه احتمال چې د قولی افراطیت څخه د تاوتریخوالي افراطیت ته دی.
ښایي د دې علت دا وي چې لفظ د عمل یو پړاو یا یو ډول دی، او کله چې افراطي خپل افراطي افکار د نظریو، بیانونو او خبرو اترو له لارې څرګند کړي، نو په حقیقت کې هغه فعلا د افراطیت عمل پیل کړی دی، که څه هم هغه لا تر اوسه د تاوتریخوالی عملې کولو ته نه دی رسیدلی،
د دواړو پړاوونو تر منځ انتقال که څه هم د فکر او تراوتریخوالي تر منځ د انتقال په شان نه دی، خو امکان یې ډېر لوړ او هم منطقي دی، نو حتی ځینې لفظي افراطیت د ترهګرۍ او د تاوتریخوالی د افراطیت مرتبی ته رسوي.