عقل ته په نقل ترجیح ورکول
پوښتنه
آیا اشاعره عقل ته په نقل باندې ترجیح ورکوي او قرآن او سنت نه مني؟
ځواب
دا خبره د اشاعره وو د دښمنانو لخوا د هغوی د مغشوشولو او د هغوی د تصویر او تګلارې بد ښکاره کولو لپاره محضه افتراء ده، حقیقت دا دی چې اشاعره د نقل او نصوصو په فهم کې عقل کاروي؛ دوی عقل او نقل دواړو څخه استفاده کوي، ځکه چې ځینې نصوص ظنی دي او دلالت یې قطعي نه دی، دوی دا ظني نصوص محکم او قطعی نصوصو ته راجع کوي او د متشابه آیتونه معنی خدای تعالی ته سپاري، کله ناکله د تاویل لاره تعقیبوي او د عربی ژبې د تقاضا او د نص د مفهوم او سیاق د دلالت مطابق یې تاویل کوي، او په حقیقت دوی په دې کار سره اسلام ته لوی خدمت وړاندې کړی، که دا نه وای، نو نصوص به په ظاهري بڼه اخیستل کیدل، او په کومو آیتو کې چې د تشبیه او تجسیم ګمان کیږي، د خدای تعالی به حق به کیده چې د خدای تعالی ذات له هغی څخه ډير لوړدی، او بیګله د هغه آیاتونو چې د د مخلوقاتو په صفاتو د الله سبحانه وتعالی د توصیف ګمان په کې کیږي، لکه د ید(لاس) او ساق آیتونه د دې راجع کول د قطعی دلالت لرونکو آیتونه ته، لکه د الله تعالی دا قول: ﴿لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ﴾ [الشورى: 11]، ژباړه: « په كائناتو كې د هغه په مثل هېڅ شى نشته، هغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى»
نو دوی هغه آیاتونه چې پکې د خدای سبحانه وتعالی د تشبیه توهم د مخلوقاتو سره کیږي، د الله سبحانه وتعالی هغه قول ته ورګرځي چې قطعی الثبوت او دلالت وي. نو دلته د نقل او نص په فهم کې د عقل کارول دي او د دغه نقل او نص د معناګانو فهم په داسی ډول دی چې په ذهنونو کې د خالق د مقام لایق وي او د الله سبحانه وتعالی تنزیه په کې وي.