لمونځونه ترمنځ جمع

Egypt's Dar Al-Ifta

لمونځونه ترمنځ جمع

پوښتنه

آیا د عذر لرلو په صورت کې د لمونځونو ترمنځ جمع کول روا دي؟

ځواب

اصل دا دی چې فرض لمونځونه په خپل وخت کې ادا شي او دا د الله تعالی په نزد له محبوبو اعمالو څخه دی.

د ناروغۍ او یا سفر په وخت کې د دوو لمونځونو د یوځای کولو اجازه ورکول شوی لکه - د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه، او یا د ماښام  او ماسخوتن لمونځونه – او دا د جمهورو علماوو په نزد یو جایز کار دی.

له دې پرته د بل عذر لپاره لکه د یو حاجت ترسره کول یا بوختیا له وجه هم د هغوی ترمنځ جمع روا ده، خو په دې شرط چې دا کار یې عادت ونه ګرځې.

خو د دې په نظر کې نيولو سره چې د لمونځونو د يوځای کولو نيت په لومړي وخت کې وکړي که غواړي جمع التاخیر وکړي، او د لومړني لمونځ د تکبیر احرام په وخت کې او یا په جریان نیت وکړي  که غواړي جمع التقدیم وکړي  او دا چې د دواړو لمونځونو ترمنځ فصله زیاته نه وي.

Share this:

Related Fatwas