په طبي مسلو کې له پوهې پرته خبرې کول
پوښتنه
په طبي مسلو کې له تخصص پرته خبرې کول څه حکم لري؟
ځواب
ناروغ ته دوا ورکول د معالج ډاکټر مسئولیت دی او له متخصص طبيب پرته بل چا ته روا نه ده چې د طبي مسايلو په اړه خبرې وکړي او يا ناروغ ته درمل بیان ورکړي او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا په اړه خبرداری ورکړی چې ډاکټر نه وي طبابت کوی او د خلکو په درملنه لاس پورې کوي په داسې حال چې اهل یې نه وي او او نبی کریم صلی الله علیه وسلم خبرداری ورکړی که څوک دا کار وکړي نو د دې عمل پایلې او د دې چلند اغیزې به یې په خپل غاړه وي. او د هغه ښه نیت به د هغه شفاعت ونه کړي؛ او آنحضرتﷺ فرمایلي: «مَنْ تَطَبَّبَ وَلَمْ يُعْلَمْ مِنْهُ طِبٌّ قَبْلَ ذَلِكَ؛ فَهُوَ ضَامِنٌ» رواه أبو داود. ژباړه:« هر څوک چې د طبابت دعوا وکړی او طبیب نه وي او دطبابت پوهه شهورت ونلري هغه ضامن ګڼل کیږي». د تطبُّب: معنی په طب له ناپوهۍ سره په دې عمل لاس پورې کول دي او د " تَطبُّب" کلمه په لګښت او سختۍ د یو شی مسئولیت اخیستلو او ورته داخلیدلو باندې دلالت کوي، په داسې حال کې چې اهلیت یې ونه لري.
عاقل انسان بايد د خپل بدن د روغتيا مسله د هغه چا په واک کې ورنه کړي چې ځان ورته په هر څه پوه مالومیږي، د خلکو له ژوند سره لوبې کول او دهغو روغتیا ته ضرر رسول په ځمکه کې يو ډول فساد خپرول دي چې د اسلام د هغه سختې پاملرنې سره په ټکر کې دی. چې د انسان ژوند خوندي کولو او په هغه باندې د تیري منع کولو کې کړې ده.