د جمعې په ورځ د سورة الکهف لوستل
پوښتنه
آیا د جمعې په ورځ د سورة الکهف تلاوت سنت دی؟
ځواب
د جمعې د ورځې او د شپې په هر وخت کې که وي د سورت الکهف تلاوت کول مستحب دي او په پټه او په لوړ آواز سره لوستل يې روا دي، او دا یو د هغوی شیانو څخه ده چې د جمعې ورځ ورته ځانګړې شوې ده. له رسول الله صلی الله علیه وسلم چې وې فرمایي:« چا چې د جمعې په ورځ سورت الکهف تلاوت کړه،د پښو لاندی نه به یې تر د آسمان تر لوړو نور خپور شي چې د قیامت په ورځ به پري رڼا کیږي، او د دوو جمعو ترمنځ ګناهونه به یې وبښل شي» بیهقی روایت کړی.