د باران له اوبو څخه د سړکونو په وچول
پوښتنه
د باران د اوبو څخه د سړکونو د وچولو ثواب څه دی؟
ځواب
د باران له اوبو څخه د لارو او سړکونو پاکول او ځانګړي شویو ځایونو ته يې برابرول، د لارو څخه د زیان رسوونکوو شیانو د لرې کولو له جملې څخه ګڼل کیږي، چې شرعا دا کار مستحب دی، د خلکو له لارې څخه د ضرري شیانو لیرې کول د ایمان څانګه ده؛ له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت چې وایي: رسول اللهﷺ وفرمایل: «ايمان څه د پاسه اويا څانګې لري، چې تر ټولو غوره یې د:(لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وییل او تر ټولو ټیټه څانګه یې له لارې څخه د ضرري شیانو لرې کول دي، او حيا د ايمان يوه څانګه ده » متفق علیه. او په دې کار د انسان لپاره په دنیا او آخر کې لوئ اجر او لوړ ثواب دی؛ له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« ما یو سړی ولید چې په جنت کې ګرځیده؛ د هغې ونې په سبب چې له لارې یې لیرې کړي وه چې خلکو ته د ضرر لامل وه.» او په بل روایت کې چې امام بخاری په خپل «صحیح» کژ راوړی: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي« یو سړی په لار تیریده چې د لار په منځ کې یوه اغزنه څانګه ولیده؛ هغه یې واخیست او یوې خوا ته یې کړه. نو الله د هغه تقدیر وکړ او بښنه یې ورته وکړه» امام مسلم روایت کړی.