د معیوبینو حقوق

Egypt's Dar Al-Ifta

د معیوبینو حقوق

پوښتنه

په شریعت کې د معیوبینو حقوق څه دي؟

ځواب

شريعت معیوبینو  ته ځانګړې پاملرنه کوي؛ هغوی ته د زده کړو او د ژوند د ټولو مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره د دوی د ملاتړ او هڅونې ټولې وسیلې یې واجب کړې دي او له دوی سره  د دوی د غوره او خلاقیت لروونکو اړخونو په موندلو کې مرسته  کول یې لازم کړې. او همدارنګه د دوی هر ډول ځورونه(سپکاوی) ناروا کړی؛ دا ځکه اسلامي شریعت همکاری او تعاون ته بلنې لپاره راغلی، او خلک یې نیکو اخلاقو ته او له بدو خبرو او کارونو څخه لیریوالی ته هڅولي؛ له همدې امله په شریعت تمسخر او عیب لټونې او احتقار څخه منع راغلې ده، لکه څنګه چې دلله جل جلاله په دې قول کې راغلي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [الحجرات: 11]. ژباړه:«اې مؤمنانو! نه دي نارينه پر نورو نارينه وو ملنډي وهي، كېدى شي چي هغوى له دوى څخه غوره وي. او نه دي ښځي په نورو ښځو ملنډي وهي، کېدای شي چي هغوى له دوى څخه غوره وي. پخپلو منځو كي يو د بل عیب مه لټوئ، او مه يو بل په بدو نومونو سره يادوئ. له ايمان راوړلو وروسته په فسق کي نوم پيدا كول ډېره بده خبره ده. كوم كسان چي دغه چار چلند پرېنږدي (توبه ونه باسي)، همغوى ظالمان دي.»

Share this:

Related Fatwas