د نشه يي توکو قاچا یا تجارت
پوښتنه
د نشه يي توکو قاچاق څه حکم لري او خطررونه یې څه دی؟
ځواب
علماوو د هر هغه څه چې مخدر وي او په مختلفو درجو کې د شعور او هوش له لاسه ورکولو لامل کیږي حرام بللي؛ آن تردې چې امام البدر العیني یې په "البناية" (۱۲/۳۷۰) کې د حرمت په اړه اجماع را نقل کړې؛ لکه څنګه چې وایي: [لأنَّ الحشيش غير قتَّال، لكن مخدر، ومفتِّر، ومكسِّل، وفيه أوصاف ذميمة؛ فكذلك وقع إجماع المتأخرين رَحِمَهُمُ الله على تحريم أكله] اهـ، ژباړه:« ځکه مخدر(حشیش) وژونکې نه دي، خو نشه، بیحالی، کسل، او داسې نور بد اوصاف لري: همدارنګه د خوړولو په حرمت یې د متاخرینو رحمهم الله اجماع واقع شوي ده»
لکه څنګه چې د مخدره توکو کارول حرام دي همداسې یې راکړه ورکړه حرامه ده؛ الله جل جلاله چې کله یو شی حرام وي د هغه خرسول او د پیسو خوراک هم حرام وي، لکه څنګه چې له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم و فرمایل: «وَإِنَّ الله إِذَا حَرَّمَ شَيْئًا حَرَّمَ ثَمَنَهُ» رواه ابن حبان. ژباړه "بشیکه چې الله یو شی حرام کړې د هغې قیمت هم خرام وي" ابن حبان روایت کړی.
د مصر قانون هم د مخدره توکو قاچاق جرم ګرځولی؛ د ۱۹۶۰ کال د ۱۸۳ شمیرې د مخدراتو په قانون په(۲) ماده راغلي:[ د هر چا لپاره د مخدره موادو راوړل، صادرول، تولید، ملکیت، ساتنه، پیرود، یا پلورل، یا په هغې تبادله، اویا په هغې کې د منځګړی په توګه مداخله کول. پرته له هغه صورتونو کې چې په دې قانون ذکر شوي او شرایط یې بیان شوي منع دي].
په دې اساس د نشه یي توکو تجارت او له یو ځای څخه بل ځای ته راوړل د شرعاحرام دي. ځکه چې د مخدره توکو حرمت هم د ټولو هغو اسبابو د حرمت تقاضا هم کوي چې د دوی د راکړې ورکړې لامل کیږي.