د لارو نظافت ته د شریعت هڅونه
پوښتنه
د لارو نظافت ته د شریعت هڅونه
ځواب
اسلامی شریعت د لارو پاکوالي ته ترغیب کړی، او په لارو کې یې د قضا حاجت په نه کولو امر کړی او دې ته د ورته شیان کسافاتو او مرداریو غوځول یې منع کړي؛ نو.ځکه له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اتَّقُوا اللَّعَّانَيْنِ» ژباړه:" له دوو رټل شویو څخه ځانونه وژغوری" وویل شول یا رسول الله دا دوه رټل شوي څوک دي؟ نبی کریم صلی الله وفرمایل: «الَّذِي يَتَخَلَّى فِي طَرِيقِ النَّاسِ، أَوْ فِي ظِلِّهِمْ» رواه مسلم ژباړه:" څوک چې په لار یا سیوري کې بولې کوي" امام مسلم روایت کړی.
همدا راز شریعت له لارو څخه د ضرر رسوونکي شیانو لیرې کولو ته هڅونه کړې او هغه یې د ایمان له څانګوو څخه بللې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ايمان څه د پاسه اويا،-يا څه د پاسه شپېته- څانګې لري چې تر ټولو غوره یې د:(لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وییل او تر ټولو ټیټه څانګه یې له لارې څخه د ضرري شیانو لرې کول دي، او حيا د ايمان يوه څانګه ده» امام مسلم روايت کړی.