د نارینه او ښځېنه لپاره عقيقه
پوښتنه
د نارینه او ښځېنه لپاره د عقيقې کیفیت څه دی؟
ځواب
عقیقه کول د نبی کریم صلی الله علیه وسلم موکد سنت دی او ورته هڅونه یې هم کړي، قاعده داده چې د نوي زېږېدلي ماشوم د عقيقې لپاره يو پسه ذبح شي، په دې کې د نارینه او ښځينه ماشوم ترمنځ توپیر نشته، او دا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم عمل دی چې د خپل زوی ابراهیم او دخپلې مبارکې اولادې حسن، حسین او محسن علیهم السلام لپاره یې ترسره کړې وه.
ځکه چې له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دي چې: نبي کریم صلی الله علیه وسلم« د حسن او حسین رضی الله عنهما لپار یو یو پسه عقیقه وکړه.» (امام ابو داود روایت کړی).
او غوره داده چې د نارینه لپاره دوه پسونه او د ښځینه لپاره یو پسه ذبح شي، او دا له جمهورو صحابه وو رضی الله عنهم څخه روایت شوی دی، او نبی کریم صلی الله علیه وسلم په ځینو ویناوو کې هم ورته تشویق شوي، او که د هر یو لپاره یو پسه ذبحه کړی نو جواز لري او سنت ادا کیږي؛ ځکه له أُمِّ كُرْزٍ رضی الله عنها حدیث روایت دی چې وایي: له نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې فرمایل یې: د هلک لپاره دوه پسونه او د نجلۍ لپاره یو پسه عقیقه کیږي. اصحاب السنن روایت کړی. او همدا د فتوا لپاره هم ټاکل شوي قول دی.