دروغجنو دجالانو او جادوګرو ته ورتلل
پوښتنه
دروغجنو دجالانو او جادوګرو ته ورتلل څه حکم لري؟
ځواب
دروغجنو دجالانو او جادوګرو ته مراجعه کول او د خیر په جلب او د شر په مخنیوي کې په هغوی اعتبار کول شرعا حرام دي؛ ځکه له عمران بن حصين رضي الله عنه روايت دي چې رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم وفرمایل: « هغه څوک زمونږ څخه ندی چې (فال نیسي) وړاندوینه وکړي او یا ورته وړاندوینه وشي، کوډې وکړي او یا ورته کوډې وشي، جادو وکړي او یا ورته جادو وشي، او هر څوک چې کوډګر ته ورشي او په هغه څه اعتبار وکړي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر کړی چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي » بزاز په حسن اسناد روایت کړی، او نبي کریم صلی الله علیه وسلم دوی ته ورتلل او د هغوی تصدیق یې د عمل د قبلیدو مانع ګرځولی او فرمایلي دي: «څوک چې فاليدونکي ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي» امام مسلم روایت کړی.