د په مرسته شويو پيسو بل چا لپاره حج...

Egypt's Dar Al-Ifta

د په مرسته شويو پيسو بل چا لپاره حج کول

پوښتنه

آیا په مرسته شويو پيسو بل چا لپاره حج کول جواز لري؟

ځواب

قاعده دا ده چې د مړ شوي شخص له خوا حج بايد د هغه له خپلو اموالو څخه ترسره شي که د درېيمې برخې په حدودو کې يې وصيت کړی وي. او څوک چې د میت لپاره حج کوي د هغه له اموالو څخه یې هم ادا کول جایز دي.

او د بل شخص له اموالو څخه ادا کول یې هم جایز دی چې نه د مړي له اموالو وي او نه هم د حج کوونکي له اموالو څخه بلکه د درېم شخص له اموالو څخه ادا شي. او د مکلف شخص د رحمت، مصرف او برخې په اندازه چې ثواب ترلاسه کوي په هماغه اندازه د الله په فضل سره ترلاسه کړي؛ ځکه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم عائشه رضی الله عنها ته د هغې د عمر د اجر په اړه وویلې« ستا د برخې په اندازه» یا یې وویلې« د مصرف په اندازه دې» شیخینو روایت کړی.

نو کومه مانع نشته که حج د مرسته شیو اموال څخه ادا کړی شي

Share this:

Related Fatwas