له اودس پرته د تلاوت د سجدو کولو حک...

Egypt's Dar Al-Ifta

له اودس پرته د تلاوت د سجدو کولو حکم

پوښتنه

له اودس پرته د تلاوت سجدې کول څه حکم لري؟

ځواب

د قرآن کریم په ځانګړو ځایونو د تلاوت سجده کول د جمهورو فقهاوو مالکي شافعی او حنابله وو په نزد د لوستونکي او اوریدونکي په حق کې موکد سنت دی؛ چې ترسره کوونکي ته یې ثواب رسیدږي او ترک کوونکی یې نه مواخذه کیږي،او د ټولو حنفی مالکی شافعی او حنبلی فقهاوو په اتفاق له کوچنی او غټ نجاست څخه طهارت په کې شرط دی؛ ځکه د تلاوت سجده لمونځ او یا د لمونځ په معنی ده، او لمونځ له طهارت پرته نه صحیح کیږي، ځکه چې له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې فرمایي: « د یو شخص سجده تر هغه نه کیږي چې پاک نه وي» امام مالک په"الموطأ" کې روایت کړی، او په "فتح الباري" (2/ 554)، کې حافظ ابن حجر ‍ ذکر کړی او ویلي دي "اسناد یې صحیح دی".

او که څوک د کوم عذر لپاره اودس نلرې او که پاک وي په ذکر کولو کې آسانتیا ده ورته ؛ لکه چې: څلور ځلي سبحان الله والحمدلله، ولا إله إلا الله، والله أكبر ، ووایي.

Share this:

Related Fatwas