جهاد اكبر او له وسلې سره یي اړیکه
پوښتنه
جهاد اکبر څه دی؟ او آیا وسله پورته کول جهاد اکبر دی؟
ځواب
له شکه پرته د انسان سرسخته دښمن نفس دی، او هغه سره جهاد کولو ته جهاد اکبر ویل کیږي، لکه څرنګه چې نبی کریم (ﷺ) د دې په اړه مونږ ته خبر راکړی، او الله )ﷻ( چې څوک وغواړي مستقیم لاري ته یې هدایت کوي... الله سبحاته وتعالی فرمایي:﴿وَمَنْ يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ المُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا﴾[النساء: 115]،
ژباړه: «او چا چې د پیغمبر د دښمنۍ ته ملاتړلې وي او د مومنانو له طریقی څخه پرته په کومه بله لاره لاړ شي، په داسې حال کې چې سمه لار ورته معلومه شوې وي؛ نو هغه به مونږ په هماغه لوري وخوځوو چې خپله هغه لور ته ورګرځیدلی دی او دوزخ ته به یې ننباسو چې خورا بد استوګنځې دی».
او رسول(ﷺ) فرمایي: «مَنْ حَمَلَ عَلَيْنَا السِّلاَحَ فَلَيْسَ مِنَّا» [متفق عليه]، ژباړه "چاچې په مونږ (مسلمانانو) وسله پورته کړه زمونږ له ډلی څخه نه دی". او کله چې عبد الله بن عباس (رضی الله عنهما) د خوارجو مناظري ته ولاړ نو ورته یې وویل: تاسو په دي اړه څه وایئ که د الله )ﷻ( په کتاب او د رسول الله (ﷺ) له سنتو څخه داسې څه درته بیان کړم چې تاسې یی انکار هم نه شئ کولی او ستاسې خبري درجواب کړي نو آیا تاسې به له خپل دریځ څخه راوګرځئ؟ هغوی وویل: هو، نو کله چې عبدالله بن عباس (رضی لله عنهما) د دوی خبرې په قرآن او سنتو ورجواب کړې نو د دوی څخه شل زره له خپل دریځ څخه راوګرځیدل او څلور زره نور یې باقی پاتې شول چې ووژل شول،[رواه عبد الرزاق]، یواځنۍ شي چې انسان په حق د پوهیدو څخه ورسته د حق د تابعداری څخه راګرځوي هغه د نفس فساد دی، لکه کبر او حسد، د کبر په وسیله شیطان ګمراه شو او حسد د پیغمبر (ﷺ) د زمانې د مدینې یهودان ګمراه کړل.