مور او پلار سره نیکي
پوښتنه
آیا مور او پلار سره نیکي د ګناهونو کفاره کوی؟
ځواب
په نبوي سنتو کې ډېر داسې احادیث راغلي دي چې دا څرګنده وي چې په ځینو نیکو اعمالو سره د ګناهونو کفاره کیږي: لکه د مور او پلار سره نیکی کول، مقبول حج ، د لیلة القدر عبادت… او داسې نور، په دې اړه له راغلو احادیثو څخه یو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول هم دي: «څوک چې حج وکړي او ناوړه خبره او ناسم کار ونکړی، د هغې ورځې په څیر بیرته راګرځي چې له مور زیږولی وه» له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ما یوه لویه ګناه کړې ده؟ زه څنګه توبه کولی شم؟ نبي كريمﷺ وویل: ته مور لرې؟ هغه وویل نه. نبي كريمﷺ وویل: آیا ته خاله لرې؟ هغه وویل: هو. نبي كريمﷺ وفرمايل: "نو د هغې سره نيکي وکه." (رواه ترمذي).
خو انسان باید په دې پورتني فضیلت غره او مغروره نه شي او په ګناه کې ښکیل نه شي. او په دې خبره تکیه ونه کړي چې د مور او پلار سره نیکی - او نور نیک اعمال - د ده لپاره کفاره ده، بلکه باید په چټکۍ سره پښېمانۍ، بخښنه او توبه وکړي.