افراطیت او ترهګري
پوښتنه
تطرف (افراطیت) څه دي او ارهاب (ترهګري یا ویره اچونه) څه ته وایې؟
ځواب
د تطرف کلمې اصل له الطَّرف کلمې څخه دی لکه څنګه چې وای تطرف الشیء، کله چې یو اړخ ته شي، په یو طرف کي وي، افراطیت په یو کارکې د اعتدال حد نه وتل او منځلاریتوب پريښودل دي، نو له همدې کبله متشددو ډلو ته افراطي ویل کیږي ځکه چې دوی منځلاري نه کوي او د اعتدال له حد څخه اوړي او الله جل جلاله فرمایي: ﴿ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا﴾ [البقرة: 143].ژباړه: «او په همدې ډول مونږ تاسې منځلاري (وسط) امت ګرځولي یاست»
خو ارهاب (ترهګري،تروزیزم) د ویرولو په معنا ده او د استعمال په اعتبار دوه اړخه لري:
مثبت اړخ: چې له هغی جملې د الله جل جلاله دا قول دی: ﴿وَإِيَّايَ فَارْهَبُون﴾ [البقرة: 40]، ژباړه: «او یوازي زما څخه وویرېږئ» چېري الله جل جلاله خپل بندګان د عهد ماتولو نه ویروي، او همدارنګه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا دعا: «وَأَلْجَأْتُ ظَهْرِي إِلَيْكَ، رَغْبَةً وَرَهْبَةً إِلَيْكَ...» ژباړه: تاته مې ملا تکیه کړه تاسره د مينې او له تا څخه د ویرې له کبله ،
او منفی اړخ: له هغه جملې د الله جل جلاله دا قول دی : ﴿قَالَ أَلْقُوا فَلَمَّا أَلْقَوْا سَحَرُوا أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءُوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ﴾ [الأعراف: 116]. ژباړه: « موسى (علیه السلام) ځواب ورکړ: "تاسي یې وغورځوئ." - هغوى چي د خپلو منترونو په ويلو (خپل پړي او لکړي) وغورځولې، نو په سترګو يې جادو وکړ او زړونه یې په وېره کښي واچول او ډيري غټې کوډي یې وکړې.»
او همدې کبله د«ترهګرو» ویره اچونکوو ډلو ته دغه لفظ کارول کیږې چې له قانونه وتلې او تاوتریخوالي وژنې او ورانکاری لار یې د حکومتونو او خلکو په مقابل کې خپله کړي ترڅو خپلو سیاسي موخو ته ورسیږي.