د معاصره خوارجو څخه منځته راتلونکی ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د معاصره خوارجو څخه منځته راتلونکی ضرر او په مصر کې عمومي افکار او ټولنیز او دیني ژوند؟

پوښتنه

معاصرو خوارجو څنګه په مصر کې د خلکو عمومي افكار، او ټولنېز او ديني ژوند خراب او يا زيانمن کړی؟

ځواب

ځينې ناسم افکار چې د معاصرو خوارجو منهج او تګلارې ته منحصر او خلکو ته ګمان ورکړی چې د دین برخه، د هغو څخه يو د حکومتونو سره دايمي مخالفت دی، او دا ادعا کول چې ټول هغه حکومتونه چې په اسلامي نړۍ کې حکومت کوي لږ تر لږه كه کافر نه نوي خو ظالم دي، او دا چې زموږ په هېوادونو کې شريعت تطبيق شوي نه دی، او هغه ديني عالمان په دولتي رسمي ادارو کې دي د پاچا خپل علماء دي، چې دين يې په دونيا پلورلی، او له دې څخه علاوه نور دروغ او خرافات خپروي چې  په مسلمانانو او نورو د يوه وطن بچيانو ترمنځ د اور فتنه بله كړي.

او دا اساسات بيا د ځينو خلکو په چال چلند کې منعکس شوي دي چې د دوى په دروغو او افتراءتو يې باور کړى دى، نو ځينې خلك ليدل کیږي،چې بيت المال حلال ګني، او دا د هغه ذهنیت په اساس  چې دوی ته پیدا شوی، چې باید د حکومتو مخالفت وکړي یا یې حتی کافر وګڼي. د دولتي رسمي ادارو علماوو ته نه ورځي بلکې سپکاوى يې کوي، او د خپلو وروڼو سره په انسانيت او وطن کې کينه او نفرت كوي، تعامل او راشه درشه نه کوي ورسره او همداسې ځينې نور افكار چې هغه د دين او نيکو اخلاقو څخه لرې دي.

Share this:

Related Fatwas