د تنلارو له لوری د هغه عقلی علومو نه منل چې مسلمانانو په خپلو علومو کې شامل کړي او د دوی افراطیت او د دین نه فهم سره یې اړیکه؟
پوښتنه
آیا د تندلارو له لوري د هغه عقلي علومو نه منل چې مسلمانانو په خپلو علومو کې شامل کړی، د دوی په افراطیت او د دین نه فهم اغیزه لري؟
ځواب
د تندلارو له لوری د عقلي علومو نه منل د دوی په افراطیت او د دین په فهم ډېره اغیزه لري، عقلی علوم د بیلګې په توګه، د منطق علم چې عبارت دی د هغو قواعدو څخه چې عقل په فکرولو کې له غلطۍ څخه ژغوري، او داسې قواعدو ته نه پاملرنه د شرعی نصوصو او واقعیتونو په فهم کې انحراف رامنځته کوي، او او شرعی نصوص او واقعتونه د شرعی حکم په صحیح استنباط دیړ تاثیر لري،او د هغو شرایطو او واقعتونو په څرنکوالی چې نص په کې نازل شوی او د اوسني شرایط ترمنځ په توپیر د نه پوهیدلو څخه ډير فکری مسافد منځته راځي، چې تر ټولو مهم یې د افراطي فکر دی مقدمات دي ،او لکه څنګه چې د عقلي علومو په کتابونو کې راغلې: په یو شي حکم کول د هغه شي د تصور نتیجه ده، نو که چیري تصور غلط وي نو حکم به حتما غلط وي.او د پیړویو په اوږدو کې مسلمانو علماوو کار وکړ چې عقلي علوم تنقیح او عیبونو څخه پاک کړي او بیا یې د خپلو علومو په تقویت کې وکاروي،لکه څنګه چې په دې اثر کي راغلي: «حکمت د مومن ورک شوې شتمني ده چیري چې ومومي نو دی يې ډير حقدار دی»