د مسلمانانو له ژوند څخه د ازهري تګ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د مسلمانانو له ژوند څخه د ازهري تګلارې د لري کیدو خطر او دهغي تاثیر

پوښتنه

د مسلمانانو له ژوند څخه د ازهري تګلارې د لري والي خطر او تاثیر څه دي؟

ځواب

مبالغه به مو  نه وي کړی که ووایو  چې د مسلمان له  ژوند څخه د ازهري منهج لري کیدل د دوی په زړونو کي د اسلام د روح د مړینې په معنا ده،د دین  په تعلیم او تعلم او د الله لور ته په دعوت کې د ازهري منهج څخه لریوالی د دینې ګډوډیو خپریدو او د ترهګرۍ او افراطیت د ظهور یو  مهم سبب دی؛ دا ځکه چې د الازهر الشریف تګلاره د اهل سنت او جماعت تګلاره ده،نو له دې منهج څخه لرې کیدل د روښانه سني تګلارې څخه لرېوالی دی.او په هره اندازه چې د مسلمانانو څخه د ازهری تګلاري په تطبیق کې نیګړتیا پیښیږي په هماغه اندازه  د دوی په دین کې نیمګرتیا واقع کیږې، او د مسلمانان په دین کې نیګړتیا د دوی د دنیا او آخرت نقص په مانا ده، د الازهر شریف یا د اهل سنت  تګلاره په درېو اساسي ستنو  ولاړه ده: د اهل سنت او جماعت عقیده(د اشاعره، ماتریدیه، او همدارنګه د حنابله عقیده).او د څلورو فقهي م‍ذاهبو څخه د یو مذهب پیروي(حنفی، مالکی، شافعی ، حنبلی)،او  تصوف د الله لور ته د نفس او سلوک د تربیې لاره په توګه منل، او په همدې لار د پیړیو په اوږدو کې سلف او خلف علماء تللي دي، الحمدلله رب العالمین

Share this:

Related Fatwas