کومې سرغړونې چې داعش ډلې تر سره کړي
پوښتنه
هغه کومې سرغړونې دي چې داعش ډلې ترسره کړي؟
ځواب
د داعش ترهګره ډله د ډيرو شرعي سرغړونو مرتکب شوي ده،او دا سره له دې چې دا خونړۍ ډله اصلا د اسلامي شریعت د تطبیق په دعوا جوړه شوي ده. چې د دې ډلې په ګمان اسلامي شریعت لا تطبیق شوی نه دی،او د سرغړونو څخه یې ځینې دادي: د دې ډلي د فاسد باور او تګلاري مطابق اسلام ته د غیر مسلمانانو په جبر داخول او یا هم د هغوی څخه جزیه اخیستل،او همدارنګه د خپل خلیفه سره د بیعت اخستو لپاره خلک په تعذیب او د قتل په تهدید مجبورول،او په وژنو کې زیادروی، فجور او فخر پري کول،او ویدیوګانې یې ثبتول او په انترنت یې خپرول، داسی حال چې شریعت له دې ټول څخه منع کړي ده،او همدارنګه د تاریخ او د وطني ادبیاتو او د نورو مختلفو ادیانو د ثقافت او فرهنګ تدریس بندول، او د سرغړونو څخه هم د دشعار په توګه د تور بیرق ټاکل په دې ګمان چې دا سنت دی، او حقیقت خو دا دی چې نبی کریم ﷺ د خپل بیرق لپاره کوم مشخص رنګ نه وه ټاکلی، بله سرغړونه يې د اردو او پولیسو پوهنځیو ته له شاملیدو څخه خلک منع کول ترڅو د هغه نظامونو ملاتړي نشي د افراطیت د منهج خلاف دي.او همدارنکه د حقوقو پوهنځۍ حرام بلل ځکه چې په کې وضعی قانون تدریس کیږي او د دوی په وینا وضعی قانون د شریعت مخالف دی.