د شرایطو په صحیح فهم کې خلل د سترو ناورینونه څخه دی چې معاصره اسلامې نړۍ په کې ښکیل ده.
پوښتنه
ولې د شرایطو په صحیح فهم کې خلل د سترو ناورینونه څخه دی چې معاصره اسلامې نړۍ په کې ښکیل ده؟
ځواب
علماء وایي چې فتوا د زمان، مکان، حالتونو، او اشخاصو په بدلون سره تغیر کوي، او د شرایطو یا واقعتونو کلمه دا څلور را جمع کوي، ځکه په دې کې ټول هغه څه شامیږي چې حقیقي وی برخلاف دی ذهنی تصویر،او په احادیثو کې په شرعی فتوا د شرایطو د تاثیر ډیر مثالونه شته، له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم ﷺ څخه یو شخص په روژه کې د خپلې ښځې سره د نزدې کیدو په اړه پوښتنه وکړه نو هغه ته یې اجازه وکړه، او بل سړی راغلی پوښتنه یې وکړه، منع یې کړ، نو هغه ته یې چې اجازه ورکړه هغه سپین ږیری وه او هغه چې منع یې کړ ځوان وه(ابو داود روایت کړی)؛ او ځکه چې سپین ږیری د خپل د شهوت د کنترول توان لري برخلاف دی ځوان، او د ښځې سره له نزدې کیدو نه مراد لمس کول دي.او د نبی کریم ﷺ په فتوا کې دا تغیر د شرایطو بدلون ته راجع کیږي،که چیري مفتی شرایط او واقعیت په سمه توګه درک نه کړي نو حتما به په فتوا کې غلط شي،او د تندلاري فکر یوه نښه داده چې د شرایطو او واقعیت درک نه شي کولی او انکار تری کوي. ځکه د دوی په ګمان شرایط د شریعت مخالف وي! او هڅه چې په شرعی احکامو واقعیتو او شرایط بدل کړي،او دا د نبوي منهج مخالف کار دی، ځکه نبی کریم ﷺ شرعي حكم د واقعیت تغیر سره بدل کړ نه برعکس.