د اخوان ترهګره ډله د ویره اچونکې ډل...

Egypt's Dar Al-Ifta

د اخوان ترهګره ډله د ویره اچونکې ډلو مور د معاصره خوارجو ډلې مور.

پوښتنه

ولې د اخوان ترهګره ډله یا ویره اچونکې ډلې او یا د معاصره د خوارجو ډله بلل کیږي؟

ځواب

له فكري اړخه د بنسټ ایښودونکي حسن البنا افکار،او د سید قطب موجود کتابونه چې د حسن البناء او مودودی نه یې الهام اخیستی په شرق او غرب کې د ترهګرو ډلو دپاره د الهام ورکوونکو شیانو څخه بلل کیږي، او په ځانګړې توګه د (معالم فی الطریق) او (فی ظلال القرآن) کتابونه. او به معاصر تاریخ کې حسن البنا او سید قطب د دې ډلو معنوي پلرونه بلل کیږي.

اما د تاریخي اړخه د اخوان المسلین ترهګري جنایتونه په معاصر تاریخ لمړني ترهګریز جرایم دي؛ د تیرې پیړی په څلورمه لسیزه کې يې دوه لومړي وزیران او په قضاء کې یو سلاکار ترور کړ! او په پنځمه لسيزه کې يې مرحوم ولسمشر جمال عبد الناصر د ترور هڅه وکړه او نژدې وه چې بریالي شوي وی،او مرحوم ولسمشر محمد انور السادات له په ترور کې هم ښکیل وه.

او لیدل کیږي چې د ډیرو ترهګرو ډلو مؤسسین او غړو د اخوال المسلمین له ډلې سره ټینګه اړیکه درلوده. د بیلګې په توګه: شکري مصطفی د (تکفیر او هجرت) ډلې بنسټ ایښودونکی د اخوال المسلمین ډلې د یو غړي زوم وه، او کال ۱۹۶۵م ونیول شو او ترڅنګ د اخوال المسلمین ډلې غړي ونیول شو،او دا مخکې له دې څخه چې خپلې خاصې بنسټ کیږدي. 

Share this:

Related Fatwas