د اصل او فرع ترمنځ توپير نه کول د خ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د اصل او فرع ترمنځ توپير نه کول د خوارجو تندلاري فکر څخه د متاثر کیدو سبب دی

پوښتنه

ولي د اصل او فرع ترمنځ د توپیر نه کول د تندلارو خوارجو د فکر څخه د اغیزمن کیدو سبب دی؟

ځواب

د خوارجو یو د ډیرو بدو  صفتونو چی اهل سنت او جماعت سره یې په کې اختلاف لري هغه په ګناهونو کافرول دي، او مراد مو په فروع کې مخالفت دی، برابره ده که هغه کبره ګناه وي لکه د  لمونځ ترک یا روزه خوړل او یا هم  صغیرة ګناه لکه د نور د غیبت اوریدل یا په لمانځه کی د داسی چا امامت چی نه یې خوښه وي.او د فقه علم هغه علم دی چی د دین د فروعو څیړنی ته ځانګړی شوی، او د اهل سنت او جماعت په نزد یو مسلمان تر هغئ نه کافر کیږې چې د دین داصولو څخه د یو  اصل انکار وکړي، لکه د الله ﷻ د وحدانیت څخه انکار کول، او د دې تحقیق او حکم قاضي کوي. او کوم علم چی د دین اصول څیړي هغه د عقایدو علم دی، خو تندلارو بیا ځینې فرعی مسایل د دین اصولو پوری  تړلي لکه په اولیاء الله او نیکانو باندی توسل کول، چې دا د څلورو مذهبو د فقهاءو په نزد مستحب یا جایز کار دی، خو تندلاري بیا په دی بسیا نه کوی چې جمهور فقهاوو  مخافت وکړي او ووایي چې توسل حرام دی، خو دوی هغه څوک کافر ګڼې چی په اولیاء الله یې توسل کړی وي نو ځکه خو دوی ته د دې عصر د خوارجو لقب ورکول کیږي

Share this:

Related Fatwas