عمل او روښان فکر ته د افراطي فکر لرونکو اړتیا
پوښتنه
په دین کې له علم او پوهې پرته د عمل کولو پایله څه ده؟
ځواب
علماوو د بصیرت او پوهې پرته د عمل کولو په اړه خبرداری ورکړی. ځکه چې دا په پایله کې د لومړیتوبونو د توازن له منځه تلو لامل کیږي، او امام حسن بصري رحمه الله فرمايي: "بې علمه عمل كوونكی د هغه چا په شان دی چې په نامعلومه لاره روان وي او څوک چې بې علمه عمل کوي د هغه د سم والي په پرتله غلطۍ ډېر وی".
د ځینو خلكو په نزد د لومړیتوبونو د عدم توازن بیلګه دا ده، چې د فرایضو په پرتله نوافلو ته ډیره پاملرنه کوی، او فروعو ته به په د اصولو لومړیتوب ورکوي. او د اجتماعي عباداتو په پرتله به انفرادي عبادتونو ته ډيره توجه کوي، او همداسي د خلل نور ډولونه، او دا د وخت او انرژي ضایع کولو، د بحرانونو رامینځته کیدو، او د اړیکو خرابیدو لامل ګرځي، او دا د اسلام د امامانو لخوا د جوړ شوي منهج مخالفت هم دی. مونږ ګورو چې امام بخاري په خپل جامع صحيح کې یو باب ته داسې سرلیک ورکړی: "باب العلم قبل القول والعمل"، باب په بیان د علم مخکې له قول او عمل څخه، او په هغه باب کې یې د الله تعالی دا قول ذکر کړی دی: ﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ﴾[سورة محمد:19]. ژباړه:« نو ښه وپوهېږه چي له الله څخه پرته بل هيڅوك د عبادت وړ نشته » او د رسول اللهﷺ دا قول چې فرمايي: «مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ» متفق عليه؛ ژباړه: «د چا لپاره چې خداى د خير اراده وکړي، هغه ته به د دين پوهه(فقه) ورکړي» او دا د دې لپاره چې مونږ ته په دې ټنګار وکړي چې په دین پوهه او د سمې پوهې پر بنسټ عمل کول د مستقیم عمل کولو څخه غوره دي.
ځکه چې لومړی شی چې باید پاملرنه ورته وشي، سمه پوهه ده او بیا د هغې مطابق عمل کول دي، او اسلام د تدریج طریقې او حکمت ته ژمنتیا ثابت کړې ده، او دا هغه څه دي چې د تشریع په مختلفو مرحلو کې څرګندیږي، لکه د شرابو منع په څلورو پړاونو کې، او لكه په جهاد کې استقامت د يو نفر د دوو په مقابل کې تر لسو پورې او داسې نور ټول مونږ ته د احکامو د تشریع په ډګر کې د خلکو په واقعیتو او د هغوی په نفسي وضعيت د پوهیدو اهمیت په ګوته کوي،