په اسلام د ظنیاتو او قطیاتو ترمنځ توپیر ؟
پوښتنه
په اسلام کې د ظنیاتو او قطعیاتو ترمنځ توپیر څه دی؟ او ولې ظنی امر د قطعی امر درجي ته لوړول د افراطیت او ترهګرۍ سبب دي؟
ځواب
قطعي شرعی احکام هغه احکام چې د اسلام د هویت استازولي کوي،او دا هغه احکام دي هیڅ اختلاف په کې نشته،او ټولو مسلمانان سلف او خلف شرق کی او غرب کې لوی او واړه ټول پری اتفاق لري، او دا احکام لکه د لمانځه قبله چې كعبه شريفه ده،د ماسپښین لمونځ څلور رکعته دی، د ښځو سرونه پټوب واجب دي،او دا ټول بر خلاف د ظني احکامو چی په هغي دوه یا دری نظرونه موجود وي، او آن تر دې چې د یو مجتهد څخه په یوه مسئله اته لس قوله هم روایت شوي دي، او دا اختلاف د مسلمانانو په ژوند کې هم منعکس شوی دی، د ترجيح او د دوی په منطقي او عصر كي د مشایخو د فتوا په اساس،ځیني په یو قول عمل كوي او ځینی بیا په بل قول، خو كومه لویه غلطی چی د افراطیت سبب ګرځي هغه په مسلمانانو سختي کول او ظنی او اختلافی حکم د قطعی مجمع علیه حکم درجي لوړول دي، او د دې قولونو د څخه یو قول ټاکل او بیا د هغه چا نه منل چې بل قول یې انتخاب کړی، لکه دا قول چی د اسلام برخه نوي، په داسی حال کې چی علماء وايي په مختلف فیه موضوع کی انکار نكيږي.