په اسلام کې جهاد دفاعې او بریديز د...

Egypt's Dar Al-Ifta

په اسلام کې جهاد دفاعې او بریديز دی

پوښتنه

که له جهاد څخه مو مراد جګړه شي نو آیا په اسلام کې دفاعي ده او یا برید کوونکې

ځواب

د جګړي په معنی جهاد به اسلام کې دفاعي جهاد دی نه برید کوونکی، او  د نبوي سیرت لوستونکي په دې ښه پوهیږي چې جهاد د نبی کریمﷺ د هجرت څخه وروسته فرض کړل شو،او مسلمانانو ډیر کلیونه په ملکه د قریشو مشرکینو له ظلمونه، تعذیب او  آزار  سره مخ وه، او  په صبر او احتساب ورته امر شوی وه، ترڅو چې سختي پرې ډیره شوه او نبی کریمﷺ حبشي ته د هجرت اجازه ورکړه، او وروسته بیا اللهﷻ د جګړې اجازه ورکړه، او اللهﷻ  په خپل نبی دا قول نازل کړ: ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ﴾ [الحج: 39]، ژباړه:«هغو کسانو ته (د جګړې) اجازه ورکړل شوه چې پر خلاف یې په جګړه لاس پوري کیږي، ځکه چې هغوی مظلومات دي، او بیشکه الله د هغو په ملاتړ قادر دی » څوک چې دې مبارک آیت ته نظر وکړي نو په دې پوهیږي چې د جګړي  د اجازې سبب او علت د هغه ظلم دفع او مخنیوی دی چې په مسلمانانو شوي وه، او بیا وروسته  اللهﷻ په مسلمانانو جګړه فرض کړه او الله سبحانه وتعالی وفرمایل: ﴿وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا﴾ [البقرة: 190]، ژباړه:« او تاسو د الله په لار کې له هغو کسانو سره وجنګیږئ، چې تاسو سره جګړه کوي او تیری مه کوئ» او آیت شریف په دې کې  وضاحت لري  چې د اللهﷻ په لار کې  د جنګیدلو امر  فقط تیري کوونکي په مقابل کې شوی، برابره ده چې دا تیرۍ د دین په ضد وي او که د دینوي اهدافو لپاره وي لکه د ملتونو ثروتو لوټل به موخه.

Share this:

Related Fatwas