له غیر مسلمانو سره د مسلمانانو د اړ...

Egypt's Dar Al-Ifta

له غیر مسلمانو سره د مسلمانانو د اړیکیو اساس

پوښتنه

له غیر مسلمانو او  مسلمانانو ترمنځ د اړیکو اساس په څه دی؟

ځواب

هغه اساس چې پر بنسټ یې د مسلمانو او نورو ترمنځ اړیکې ولاړ ې دي، هغه د بشري ګټو لپاره سوله، ګډ ژوند، او همکاري ده، او  که په یوه ټکي کې یې ووایو  اساس یې نیکې او احسان دی، الله تعالی فرمایي: ﴿لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ﴾ [الممتحنة: 8]، ژباړه: «الله تاسو له دې نه منع کوي چې له هغو خلکو سره د نیکۍ او عدل چلند وکړئ چې د دین په باب یې ستاسو  سره جنګ نه دی کړی او تاسو  یې له خپلو کورونو څخه نه یاست ایستلي، الله عدل کوونکي خوښوي» او قسط دلته د عدل به معنا نه دی، ځکه په عدل خو مسلمان ته حتی خپل دښمن سره هم امر شوی، اللهﷻ فرمایي: ﴿وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى﴾ [المائدة: 8]، ژباړه: « د کومې ډلې دښمني تاسو دومره را ونه پاروي چې له عدالت څخه واوړئ، عدالت وکړئ دا له پرهیزګاری سره نژدی ده » خو دلته مراد نیکي او احسان دی، او سره له دي هم اللهﷻ  مسلمانان له خپل هغو دښمنانو سره چې دوی سره جکړه کوي هم له احسان څخه نه دي منع کړي، الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ﴾ [الممتحنة: 9]، ژباړه: « بېشکه همدا خبره ده چي الله تاسو د هغو خلکو د دوستي څخه منع کوي، چي ستاسو سره د دين په معامله کي جنګېدلي دي، تاسو یې د خپلو کورونو څخه ایستلي یاست، او ستاسو په ايستلو کي یې يو د بل ملاتړ کړي دى» او دا د نبی کریم ﷺ په سیرت مبارک کې  په ډيرو پیښو په واضحه توګه ګورو، لکه د الاخشبین په حدیث کې ، د حدیبې په سوله کې ، د الطلقاء په حدیث کې او همداسي نور.

Share this:

Related Fatwas