په جهاد کې د امام او د دولت د رئیس ...

Egypt's Dar Al-Ifta

په جهاد کې د امام او د دولت د رئیس اجازه

پوښتنه

آیا په جهاد کې د امام او د دولت د رئیس اجازې شرط نه ده؟ د دې خبرې خطر څه دی؟

ځواب

 د امام او د دهیواد رئیس جمهور اجازه د جهاد شرطونو نه یو شرط دی، دا له بدیهیاتو او معلومو خبرو څخه ده چې ډیر  بحث ته اړتیا نلري، او قرآن کریم مونږ ته دا حکایت کوي چې د بني اسرائيلو  مشرانو د جهاد کولو اراده وکړه، نو لومړۍ کومه غوښتنه چې هغو درلوده هغه د امام د شتون غوښتنه وه چې دوی هغه سره یوځای د امر لاندي یې جنګېږي، الله ﷻ فرمایي: ﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلَإِ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى إِذْ قَالُوا لِنَبِيٍّ لَهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ﴾ [البقرة: 246]، ژباړ: « آيا تا له موسٰى نه بعد راغليو، د بني اسرائىلو سردارانو ته نه دي كتلي، كله چې هغوى خپل پیغمبر ته وويل: زمونږ لپاره يو پاچا مقرر كړه چې مونږ د الله په لاره كې جنګ وكړو» ، او پخواني او اوسني علما په دې اتفاق دی چې په امت کې د جهاد د اعلان مسله د رسول الله ﷺ په دې اعتبار چې د مسلمانانو امام وه په غاړه،او له هغه څخه  وروسته د هغه ځای ناستی اولیاء الامور دي، او مسلمانان باید د نورو ټولو چارو په څیر په دې کې هم د هغه د حکم اطاعت وکړي، لکه څنګه چې یوازې امام یا د هغه استازی د معاصرې دولتدارۍ په چوکاټ کې تړونونه لاسلیک کولو حق لري، همدارنګه د جګړې د اعلان حق هم لري، او د جګړې په مسله کې د دولت رئیس ته رجوع نه کول دهغه په حق تیرۍ دی، او د سزا مستحق ګرځي، دا ځکه چې دا د لوئ خطر لامل کیږي او دا امت داسې څه سره مخامخ کوي چې عاقبت یې ښه نه دي.

Share this:

Related Fatwas