د جنازې د لمانځه د صحت شرطونه

Egypt's Dar Al-Ifta

د جنازې د لمانځه د صحت شرطونه

پوښتنه

د جنازې د لمانځه د صحت شرطونه کوم دي؟

ځواب

د جنازې لمونځ د جمهور فقهاوو په نزد د کفایي فرضونو څخه دی، او شريعت د جنازه لمونځ ته ترغیب کړی دی او د جنازې تر ښخولو پورې ورسره تګ یې مستحب ګرځولی دی؛ له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چا چې جنازه ولیده ورسره پاتي شو ترڅو  دجنازی لمونځ وشي، نو د هغه لپاره یو قیراط دی، او څوک چې تر خښیدو ورسره پاتې شو نو د هغه لپاره دوه قیراط دي» وویل شول: دوه قیراطه څه دي؟ وویل: «د دوه لویو غرونو په شان» متفق علیه.

او د جنازې لمونځ د صحت لپاره هغه شروط دي چې کوم د فرضو لمونځونو لپاره دي: لکه : له کوچنۍ او لویې بې اودسۍ نه پاکوالی، له نجاست څخه د بدن، جامې، او ځای پاکوالی، د عورت پټول، قبلې ته مخ کول، او نیت.

Share this:

Related Fatwas