ماشوم نه راوړل
پوښتنه
که ښځه او میړه په مطلقه توګه د اولاد په نه لرلو اتفاق وکړي حکم یې څه دی؟
ځواب
اولاد نه راوړل د میړه او ښځې دواړو ګډ حق دی، دوی کوي شي په دې سره موافقه وکړي، که په دې کې د دوی دړاو ګډ مصلحت وي، خو د دوی څخه د یو ته د بل له موافقې پرته جواز نه لري؛ او د اولاد نه لرلو جواز په فردی سطحه دی د لاندنیو امورو له کبله:
- ځکه چې په قرآن کریم داسې نص نه دی راغلی چې د اولاد نه لرل یا کمول حرام کړي.
- د اولاد په نه درلودلو د ښځې او میړه اتفاق کولو حالت په عزل قیاس کیږي؛ او جمهور فقهاء اتفاق لري چې د ښځې او میړه د موافقې په صورت کې عزل جواز لري.
خو د امت په سطحه په مطلقه توګه د اولاد نه پیدا کول بیا جواز نه لري؛ ځکه چې په دي کار سره په هغه توازن کې اخلال راځي چې اللهﷻ پرې مخلوقات پیدا کړي، خو په دې کې بیا هغه تدابیر نه شاملیږي چې ځینې دولتو یې اولادو د محددولو لپاره ترسره کوي او دا د لاندې امور له کبله :
- د خپلو خلکو د باعزته ژوند لپاره، او د هغه مطالعاتو په رڼا کې د دې دولتو امکانات سرګنده وي.
- او همدا رنګه د امیر عمل د تر مصلحته تړلی وي.