په هر حال د الله ذکر
پوښتنه
آیا د جنب انسان لپاره تسبیح او ذکر جواز لري؟
ځواب
ځواب:
ذکر هغه عبادت دي چې اللهﷻ يې په وقت شرطونو او حالاتو کي توسع او آساني کړې، نو ذکر په هر حال او وقت کې په مطلقه توګه مستحب دی که د طهارت حالت وي او که نه وي؛ ځکه چې د ذکر امر مطلق راغلی، نو دا په دې دلالت کوي چې انسان که په هر حالت کي وي ذکر ورته جواز لری ؛ اللهﷻ فرمایي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ۞ وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا﴾ [الأحزاب: 41-42]،ژباړه:«ای مومنانو الله ډير ډیر یادوئ۞ او سهار او ماښام د هغه تسبیح کوونکي اوسئ »
او فرمایي: ﴿إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ ۞ الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ﴾ [آل عمران: 190-191]. ژباړه:« بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدایښت او د شپې او ورځې په تلو راتلو د عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښانې دي۞ چي په ولاړي، ناستي او ملاستي، هر حالت کې الله يادوي. او د اسمانونو او ځمکي په پيدايښت کې غور او فكر كوي (هغوى په غير ارادي توګه غږ كوي چي:) "آې زموږ ربه! دا ټول شيان تا بابيزه او بې مقصده نه دي پیدا کړي، ته له دې څخه پاك یې چي عبث كار وکړې؛ نو اې ربه! موږ د دوږخ له عذابه وژغوره؛»
او نبی کریمﷺ په خپل ټول حرکاتو، سکناتو او په خپلو ټولو حالاتو کې د اللهﷻ ذکر کوونکی وه؛ له أم المؤمنين عائشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې وایي: «نبی کریمﷺ په خپله هره لحظه کي د الله عزوجل ذکر کاوه» مسلم روایت کړی.
او امام نووی رحمه الله د بی اودسه شخص،جنب،حائضې او نفاس لرونکي ښځېلپاره په قلب او ژبه د ذکر کولو په جواز د علماوو اجماع نقل کړې؛ او په خپل کتاب "الأذكار" (ص: 11) کې وایي: علماوو په قلب او ژبه د بی اودسه، جنب، حائض او نفاس لرونکي لپاره د ذکر ، او په تسبیح، تهلیل، تحمید، تکبیر او په نبی کریم ﷺ په درود ویلو او دعا او نورو په جواز اجماع کړي]اهـ