په غرب کې د اسلام انځور

Egypt's Dar Al-Ifta

په غرب کې د اسلام انځور

پوښتنه

په نړۍ کې د اسلام پر انځور د افراطي او ترهګریزو حرکتونو اغیز څه دي؟

ځواب

 د اسلام د صحیح انځور وړاندې کولو لپاره هلې ځلې کول د شریعت غوښتنه ده؛ ځکه چې شرعي نصوص په دې دلالت کوي، خو دا د شریعت خپلو واضح وسایلو په مټ، په داسې طریقه چې اصل  باطل نه شي، او د هېوادونو ترمنځ اړیکي باید په سم بنسټ ولاړې وي نه د  وېرې او ډار په اساس، او بیا ښه انځور وړاندې شي، او دا د شرعي نصوصو تقاضا هم ده، خو افراطیان دې ته ډېر پام نه کوي، او دوی په دې اړه د رسول اللهﷺ له لارښوونو سره مخالفت کوي، چي ښه ثبوت ېی د دې دوی لوری د مهاجرینو په مینځ کې ځینې  هغو هیوادونو ته خپل جنګیالي لیږل دې چې  مهاجرینو ته هلته د یو څه مودې لپاره د اوسیدو اجازه ورکوي، او د دوی لپاره خو غوره دا وه چې اعلان یې کړي چې دوی به په دې هیوادونو برید نه کوي، او یا پرته له اعلان څخه دې  کار ته ژمنه وي، او دا د هغوی  د ښه عمل ځواب په توګه، ځکه چې د دوی وروڼو ته اوسیدو ځای ورکړی، که چری دوی هغوئ ته د خپلو وروڼو په څیر ګوري، او باید دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو پيروي کړې وه، لکه څنګه چې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم له هغې میرمنې سره کړی وه  کله  یې چې  ورڅخه اوبو وڅکلې، لکه څنګه چې په بخاري شريف کې راغلي دي: "له هغې وروسته به مسلمانانو  د هغی له شاوخوا په مشرکان برید کاوه،  او  په هغه کلی باندی یې حمله نه کوله له کوم څخه چې دا ښځه وه، او یوه ورځ هغې خپلو خلکو ته وویل: مسلمانان په تاسو په قصدي توګه پريښئ ( په تاسو برید نه کوی)، آیا تاسو بیا هم د اسلام قبلولو کې شک لرۍ؟ نو هغوی ټولو د هغې اطاعت وکړ او اسلام یې قبول کړ".

Share this:

Related Fatwas