په منعه شويو وختونو کې قضایي لمونځ کول
پوښتنه
آیا د مسلمان لپاره قضایی لمونځونه په داسی وختونو کې ادا کول چې شریعت په کې د لمانځه ادا منع کړي روا ده؟
ځواب
په ټول مکروه وختونو کې د قضایي لمونځ ادا کول شرعي ممانعت نه لري او مکروه هم نه ده؛ځکه چې انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت کړل شوي حدیث کې راغلی چې وایي: رسول اللهﷺ وفرمایل: «إِذَا رَقَدَ أَحَدُكُمْ عَنِ الصَّلَاةِ، أَوْ غَفَلَ عَنْهَا، فَلْيُصَلِّهَا إِذَا ذَكَرَهَا؛ فَإِنَّ اللهَ يَقُولُ: ﴿أَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي﴾» رواه مسلم. ژباړه: «که څوک له لمانځه څخه ویده شوه، او یا هیر یې شو، نو کله یې چې یاد شوه باید ادا یې کړي،ځکه چې اللهﷻ فرمایی: ﴿أَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي﴾ ژباړه: «زما د یاد لپاره لمونځ قایم کړه» د قضایی لمونځو د ادا کول په امر کې عموموالی په دې دلالت کوي، چې قضایی لمونځ په هر وخت کې ادا کول روا دي، حتی که مکروهه وختونه هم وي؛ او جمهور فقهاء هم په همدي نظر دي.