په عمومي ځایونو کې نظافت ته پاملرنه كول
پوښتنه
اسلام مونږ څنګه عمومي نظافت ته هڅولي يوو؟
ځواب
نظافت او پاکوالی - که عمومي وي یا شخصي - د شريعت غوښتنه ده، او انسان باید په هره برخه کې ورته پاملرنه وکړي، نظافت د صحت د ساتلو چې د انسان لپاره د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه یو دی له اساسي عواملو څخه بلل کیږي، له همدې امله علماوو د کورونو د پاک ساتلو د مستحب والی ذکر کړی، چې په دې کې عمومي ځایونو هم شامل دی؛ ځکه چې د عمومي ځایونو پاکوالی په پام کې نیولو اړتیا لا ډیره ده؛ ځکه چې عمومی نظافت ته نه پاملرنه عمومي روغتیا ته زیان رسوي.